روغتیا

دعامې روغتيا وزير په بلخ کې څلور روغتيايي مرکزونه پرانستل .

کابل باختر دليندي  اووه ويشتمه :
  دعامې روغتيا وزير پرون په بلخ ولايت کې څلور نوي روغتيايي مرکزونه پرانستل او دڅلورو نورو روغتيايي  مرکزونو دجوړولو کار يې پيل کړ . 
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال  دخبرله مخې   په نشه يي توکو دروږدو ښځو دعلاج اودرملنې، دپنځوس  بستريز روغتون دنري رنځ  دکنترول دمرکز او دمزارشريف ښار دحوزوي روغتون دپولې کلينيک  او دحيرتانو ښارګوټې دديرش بستريز روغتون ودانۍ دعامې روغتيا دوزير ډاکتر فيروز الدين فيروز له خوا پرانستل شوې او دغه راز دکلدار ولسوالۍ  دروغتون د خوړو او درملو دکيفيت دازمايښت دمرکز او په  مزارشريف ښار کې دواکسينونو  دساتنې دمرکز  اوديوبل روغتيايي  مرکز دودانيو دجوړولو کار پيل شو .
دعامې روغتيا وزير ددغه وزارت يوه بنسټيزه  موخه ددرملنې دمرکزونو پراختيا ، دناروغيو دکمښت لپاره په ښه کيفيت سره دروغتيايي  خدمتونو وړاندې کول او دعلاج او درملنې په موخه له هېواد څخه بهر ته دافغانانو دسفرمخنيوى وباله او ويې ويل چې په تيرو دووکلونو کې دهېواد په کچه دڅلور سوه روغتونونو او دروغتيايي مرکزونو په جوړولو سره داساسي  طبي خدمتونو دوړاندې کولو کچه په سلو کې  له شپيتو څخه په سلوکې  اتياته لوړه شوې ده .
  دبلخ ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر ميرويس ربيع ددغه ولايت لرې پرتو ساحو ته دروغتيايي مرکزونو د پراختيا په اړوند وويل چې همدا اوس څه ناڅه يوسلو ديرش  روغتونونه او اساسي او فرعي روغتيايي مرکزونه په دغه ولايت کې دروغتيايي  خدمتونو دوړاندې کولو لپاره فعاليت کوي . 
ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته