
کابل، د وري ۱۹مه، باختر
د هلمند د بدني روزنې او سپورټ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل شوې.
د هلمند د بدني روزنې او سپورټ مطبوعاتي مسوول د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په خراسان لوبغالي کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د فوټبال شپنۍ سیالۍ په لاره اچول شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د هلمند په نورو ولسوالیو کې دې ته ورته لوبې پیل شوې دي.
ص