سیاست

تبصره

کابل باختر دوږي  ٢٨مه :
ډار اچوونکي بريدونه نه شي کولاى دافغانستان خلک په ګونډو کړي . او طالبان بايد په دې پوه شي  چې زموږ خلک تحجر او بربريت ته  نه تسلمېږي .
دباختراژانس مفسر  ليکي :  له هغه وروسته چې  دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ  له طالبانو سره  خبرې لغوه کړې طالبانو خپلو ډار اچوونکو بريدونو ته زور ورکړى دى او په دې ترتيب  دترامپ  دتصميم غچ دافغانستان له  خلکو څخه اخلي .
دهغو لسو او پنځلسو ورځو په بهير کې چې ترامپ له طالبانو سره  دخبرو دبشپړ لغوه کولو خبرورکړ دهېواد  ځينې سيمې د ډيرو مرګانيو ډار اچوونکو بريدونو  ډګر دى  چې په ټولو کې يې  طالبانو  دمسووليت ادعاکړې ده .
طالبانو په دې موده کې په وګړنيو غونډو، عامه بنسټونو، روغتونونو ، ښوونځيو ، پلونو او سړکونو او په ټوله کې  دافغانستان په خلکو  بريدونه کړې دي  اوزموږ ګڼ شمېر هېوادوال يې  وژلي دي .
هغه څه چې نن په زابل کې دروغتون په وړاندې  رامنځته شول او ياهغه پېښه چې پرون  په جلال اباد ښار کې رامنځته شوه  او ډار اچوونکو طالبانو دتذکرو دوېش په ادارې  بريد وکړ اويا يې په پروان کې  په يوه وګړنى غونډه کې  څو تنه کسبګراو عادي خلک له پښو وغورځول او دغه شان  نورې پېښې ټولې او ټولې دطالبانو ددښمني غوښتونکو کړنو نښه نښانه ده .
طالبان په دغه شان  کړنو سره  په دې فکر کې دي  چې خپل قدرت او قوت  ښيي  اوکولاى شي  په سياسي ډګر کې  امتياز ترلاسه کړي . په داسې حال کې چې طالبانو غلط فکر کړى دى اوغلطه محاسبه يې  کړې ده .
  طالبان بايد په دې پوه شي  چې دخلکو وژنه  او دهېواد ويجاړول  نه شوکېداي دقدرت او قوت  نښه نښانه وي . په روغتون بريد اويا په يوه عامه بنسټ بريد  دقدرت څرګندوي نه  ، بلګې دکمزورتيا ، بې وزلي  اوناکامي  نښه نښانه ده
له بده مرغه يومحدود شمېر هېوادونه  چې په افغانستان کې خپلې ستراتيژيکي ګټې  او هغه هم  دطالبانو له تګلوري  څخه تعقيبوي  دغې ډلې ته يې  يو کاذب هويت وربخښلې دى .او دغه ډله يې له هغه څه څخه  زيات  چې دي  ښودلې ده . او طالبان  له همدغه  کاذب هويت څخه  مست دي .
دطالبانو اصلي هويت ديوه امريکايي عسکر په وژل کېدو سره بربنډ شو . او ويې ښودله  چې دغه ډله تر کومې اندازې پورې  دبهرنيانو لاره تعقيبوي . هغوى له طالبانو سره  دخبرو دبيا پيلولو لپاره  هره ورځ هلې ځلې کوي . په داسې حال کې چې  دافغانانو دژوندانه لپاره به ډير کوچني ارزښت هم نه ورکوي .
دافغانستان خلکو  دطالبانو په وچو او متحجرانه دريځونو سره  سره بيه ورکړې ده په افغانستان کې پرله پسې  ډار اچوونکي پېښې ددې څرګندوى دي  چې په افغانستان کې  دګټو تضاد او دګټو جګړه روانه ده .
ددغې جګړې په يوه لوري کې  دافغانستان خلک دي چې دخپل معنوي هويت او ارزښتونو او دملي ګټو په دفاع کې دي او په بل لوري کې هغه متحجرين دي  چې دمعنوي شتمنيواو دافغانانو دهويت او هېواد  دلوټولو لپاره  دپرديو تر قوماندې  لاندې  فعاليت کوي .
طالبان او دهغوى ملاتړې هېوادونه بايد په دې پوه شي چې دافغانستان خلک دتېرې  ، دښمنۍ غوښتنې ،  تحجر او بربريت په وړاندې دمقاومت  څرګندوي دي . او تحجر ته  نه تسلمېږي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته