امنیت

په پنجشيرکې يو کس د وژنې په جرم په بند محکوم شو

کابل/ باختر/ د وږي ۱۳مه
د پنجشير د استيناف محکمې رياست نن په علني غونډه کې يو سړى د وژنې په جرم په ٢٠ کاله بند محکوم کړ.
د پنجشير د استيناف محکمې رييس محمد ناصر عادل وويل چې محکوم سړى د غلام سعيد په وژنې او د عزيز الرحمن په ټپي کېدو د جزا کود د ٣٩٦ مادې په پام کې نيولو سره په ٢٠ کاله بند محکوم شو .
ختم- شکريه- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته