
کابل، د وږي ۱۱ مه، باختر
د هلمند ولایت د بدني روزنې او سپورت آمریت او ټېپ بال کرکټ فدراسیون په همغږۍ، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې د ۱۰ ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ، د ټېپ بال کرکټ لومړی پړاو سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د لسو ولسوالیو نادعلي، مارجې، ناوې، ګرمسېر، باباجي ګرشک، سنګین، نوزاد، موسی کلا او کجکي منتخبې لوبډلې ګډون لري.
د سیالیو د پیل لوبه د سنګین اوګرشک ولسوالیو د منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ګرشک منتخبې لوبډلې بریا ترلاسه کړه.
یادې لس اوریزې سیالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، چې هره ورځ به یې څلور لوبې ترسره کېږي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د سیالیو موخه د هلمند د ولسوالیو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځ ته کول دي.