امنیت

د امنیتی ځواکونو په عملیاتوکې ۱۳تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٥مه
هوایی ځواکونو د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمباوت درې د پلوڅی په سیمه کې ترهګرپه نښه کړي دي چې له امله يې ۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دي او د هغوى یو سراچه موټر له منځه تللى دى.
د دې ترڅنګ افغان هوایی ځواکونو د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتوکې پر وسله والو مخالفينو هوایې بریدونه کړي چې له امله يې څلورتنه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه تنه يې ټپيان شوي دي او د دښمن درې کلاشنکوفونه، یو توغندى ويشتوونکى، یوه پیکا او شپږ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د تندر قول اردو منسوبینو د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د چلم په سیمه کې د فتح په نوم چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یو کلاشنيکوف او یو ۳۰۳بورد ټوپک ترلاسه شوي دي.
ختم- ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته