امنیت

د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ دمنسوبينو دعملياتوپه بهير کې پنځه تنه تروريست طالبان ووژل شول .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
د ٢٠٥ اتل قول اردو دځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې  چې دقندهار ، زابل او روزګان دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ.
د ٢٠٥ اتل  قول اردو دقوماندانۍ منسوبينو دقندهار . زابل ،  او روزګان  دولايتونو په مربوطاتو کې دتوپان په نامه ديولړ  محاربوي او چاڼيزو عملياتو په بهير کې  پنځه تنه  ډار اچوونکي ووژل او پنځه تنه نور يې ټپيان کړل او ددښمن له خوا  دوه نوي ډول ډول  ښخ کړي شوي ماينونه يې کشف او شنډ کړل .
دغه راز دوه تنه ډار اچوونکي چې غوښتل يې دوه ماينونه په زابل ولايت کې تر يوه پله لاندې ځاى پرځاى کړي ماين يې وچاوديد او له امله يې يوتن ووژل شو او بل يې سخت ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته