خبرونهټولنه

په هلمند کې د ناچاودو توکو له امله دوه ماشومان وژل شوي دي

 کابل، د وږي ۱۰مه، باختر

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې دوو ماشومانو د ناچادو توکو د چاودېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هلمند امنیتي چارواکو باختر آژانس ته ویلي چې تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ په قلعه ګز سیمه کي دوه ماشومانو د ناچادو توکو د چاودېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د یادوني وړه ده چې نه یوازې په ګرشک ولسوالۍ کې بلکي د هلمند په بېلابیلو ولسوالیو کې ورته پېښې شوي، چارواکو ژمنه کړې چې همکارو موسسو پر مټ به سیمې له ناچاودو توکو پاکې کړي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا