سیاست

د جمهور رييس مرستيال د مزارشريف ښار د سجاديې ښارګوټى له مشرانو سره وکتل

کابل – باختر دليندى دمياشتې ٢
د مزارشريف د سجاديه ښارګوټي يو شمېر مشرانو نن له غرمې وروسته د جمهور  رييس له مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او د دغه ښارګوټي د اوسيدونکو يو شمېر سيمه ييزې ستونزې يې ورسره طرحه کړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کتنې برخه والو د زبرځواکونو له خوا د خپلو ځمکو او ملکيتونو د غصبولو په اړوند د ستونزو له امله د جمهور رييس مرستيال ته شکايت وکړ او له زبرځواکو سره د چلند د سيمې د اوسيدوونکو د حقوقو په تامينولوکې يې د حکومت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه .
د دوى د څرګندونو له مخې: سره له دې چې څو ځلې د ځمکې د غاصبانو او د زبرځواکو د اقدام په نسبت اړوندو مراجعو ته يې شکايت کړى دى؛ خو تراوسه پورې په دې باب کومه پاملرنه نه ده شوې .
د جمهور رييس مرستيال په دې باندې په ټينګار سره چې د ملي وحدت په حکومت کې له فساد او زروزياتى سره مبارزه يو لومړيتوب دى؛ د کتنې برخه والو ته يې ډاډ ورکړ چې د اړوندو مراجعو له خوا د لازمو څيړنو وروسته د سجاديه ښارګوټي د اوسيدونکو د غوښتنو د څيړنوې په لاره کې اقدام وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته