خبرونهامنیت

په هلمند کې د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

د هلمند سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ په ریګیان سمیه کې یې د نشه یي توکو او الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دغه کارخونه کې د ۷ کسانو په کډون ۸۵۰ کیلو ګرامه اومان، ۸۰ کیلو ګرامه سود، ۵۰ کیلوګرامه آهاک او ۲۰ لېټره تیزاب هم نیول شوي دي.

د یادونې  وړ ده، چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا