خبرونهټولنه

په هلمند کې د نږدې ۷ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه پارک د رغولو چارې پيل شوې

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په درېیمه ناحیه کې د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي د پارک دوهم لاټ د رغولو چارې د ۶ میلیونه۷۲۴ زره او ۷۴۵ افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لښکرګاه ښاروالۍ مرستیال نېک محمد اُمتي وویل، چې دغه پارک د دغه ولایت د ښاروالۍ په انکشافي بودجې جوړېږي، چې چارې به یې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د دغه ولایت د ښار جوړوني رئیس معتصم مولوي د لښکرګاه ښاروالۍ د مسوولینو د کارونو ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د سړکونه، پلګوټو، پلونه او یا هم نورو پروژو د رغولو پرمهال کیفیت ته ډېر پام وکړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا