امنیت

دوه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې ٢٠مه:
د ملي اردو ځواکونو نن په فارياب ولايت کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٢٢ تنه ډار اچوونکي ووژل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو ځواکونو د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ د پاکولو په خاطر ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې د نن سهار په څلور نيمو بجو دغې ولسوالۍ د دښمن له شتون څخه پاکه شوه او عمليات دوام لري.
په دغو عملياتوکې د طالبانو د دريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ٢٢تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ٧ تنه نور يې ټپيان شوي دي او د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
پاى/ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته