کابل باخترد وږي پنځلسمه :
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي نن په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت له سفير دينګ زيجون او له ملګري هيئت سره يې وکتل .
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د سيمې د علاقې وړ موضوعګانو او په کابل کې د (ريکا) د غونډې د نتيجو په باب خبرې وشوې .
په دې کتنه کې ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، عبدالکريم خرم او ضرار احمد عثماني هم برخه لرله.
0 د یوې دقیقې څخه لږ