
کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر
د هلمند ولایت په مارجې ولسوالي کې د ځوانانو د یووالي او همغږۍ په نوم د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
د هلمند د ورزش آمریت وايي، چې په دغو سیالیو کې اتو لوبډلو؛ چې دوې لوبډلې د مرکز لښکرګاه، درې د مارجې او دریو لوبډلو له ګرمسیر ولسوالیو څخه برخه اخیستې وه.
د سیالیو پایلوبې ته عظیمي او د ورزش امریت والیبال لوبډلو لاره پیدا کړه چې په پایله کې اعظیمي لوبډلې د سیالیو اتلولي خپله کړه.
س.صدیقي