امنیت

يو قاضي او دوه تنه ښوونکي د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول

کابلباختر دغويي ١٩ مــــــــــــــــــه

وسله والو طالبانو پرون دپروان په ولايت کې دمحکمې يو قاضي اود ښوونځي دوه تنه ښوونکي وتښتول

 دغه درې تنه دشينواري ولسوالۍ  له مربو طاتو څخه تښتول شوي دي .

 دسيمې مسئولين وا يي چې دوه تنه تښتول شوي ښوونکي له څو ساعتونو وروسته د وسله والو طالبانو له خوا بيرته خوشي شول خوقاضي لا تر او سه پورې هم ددغې ډلې په بند کې دى .

دپروان د والي  وياندې روشنا خالد باختر ا ژانس ته وويل چې ددغه قاضي دخلاصون لپاره هلې ځلې پيل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته