ټولنه

ترخيمو لا ند ې ميشتو په يو سلو پنځه شپيتو کور نيو مرسته وويشله شوه

د مها جرينو دراستنولو د چارو وزارت نن په يو سلو پنځه شپيتو کورنيو چې د کا بل ښار د اتمې  نا حيې په مر بو طاتوکې ترخيمو لاندې شپي سبا کوي بيړنې ژمنې مر ستې وويشلي

دغه بيځايه شوي کور نۍ د هلمند د نا امنو سيمو بي ځايه شوي کسان دي چې د بګرا ميو د نسا جي فابريکي ته څيرمه په بد حالت کې خيمو لا ندې شپي سبا کوي

دمها جرينو دراستنو لو د چارو وزارت دخپرونو رئيس اسلام الدين جرائت د باختر د ا طلاعا تي ا ژانس خبريال ته وويل ددغې سيمې په هرې کور نۍ څلور بړستنې ،  ديرش کيلو ګرا مه سکاره ،شپږ جوړي کو ښي پنځه متره روشن پلاستيک وويشل شول . چې دغه مرسته ددغه وزارت په غو ښتنه د المان د اوراى د نړيوالۍ مو سسې له خوا شوى دى

دمها جرينو درا ستنولو د چارو و زارت معين فضل احمد عظيمي ددغو مرستو له ويشلو وروسته وويل چې داوراى د نړيوالې مو سسې له خوا ټا کل شوې ده دببرک چمن ، ديوان بيګې ، داو ود خان بڼ ، دارلامان اود قمبر په څلور لارې کې ترخيمو لا ندې په يوزرو درې سوه شلو کورنيو دغه را ز مرستې وويشى

عظيمي وويل چې د مها جرينو دراستنولو د چارو وزارت د ژمې درارسيدو اود هوا دسخت سړ ښت په خا طر دهغو کور نيو د حالت له ا مله چې ترخيمو لا ندې شپي سبا کوي انديښمن دي او ددغه و زارت دمشر تا به هيات مخکې له مخکې د مرستو او همکاريو د جلبولو لپار ه له يو شمير مرستندويو مو سسو سره اړيکى نيو لي دي اود جرمن اګرواکشن مو سسې په کا بل ښار کې له دوه زره بي ځايه شويو ميشتو کورنيو سره د خپلو مرستو ژمنه کړى ده او د ويشلو کار به يي ډير ژر پيل شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته