کابلباختردچنګاښ دمياشتې١٠ نيټه :
دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په جلا جلا عملياتوکې چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ترسره کړل؛ ٦٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته د يوې خبرپاڼې په خپرولو ليږلو ليکلي دي: دغه عمليات د غزني، خوست، ميدان وردګو، پکتيا، روزګان، بادغيس، فراه ، فارياب ، تخار، کندز، نيمروز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي دي چې په نتيجه کې يې ٦٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او٣٣ تنه نور ټپيان شول.
پاى ج ذ