فرهنګ

کتابتون پرانستل شو

کابل باختردثور دمياشتي١٨ نيټه :

دشمالي ددوديزې اصلاحي شورا  اودبلخ دادبي ټولنې له خوا په مزارشريف ښارکې دخوشحال خان باباکتابتون پرانستل شو.

دبلخ دادبي ټولنې مسوول ذبيح الله احساس باختراژانس ته وويل دغه کتابتون دالمان  دګويټه موسسې په همکاري جوړشوي دي اوڅه دپاسه څلورزره پنځه سوه ټوکه کتابونه پکي شته .

ده زياته کړه  ددغه کتابتون په کتابونو کې علمي ، فرهنګي ، تاريخي ،اجتماعي ادبي او څيړنيز کتابونه شته چې زياتره يي  په پښتو ژبي ژباړل شوي دي.

ددغه کتابتون دپرانستلوپه مراسمو کې دبلخ پوهنتون رييس مکمل  الکوزي دنوروعلمي او اکاډميکي مرکزونوترڅنګ ددغه کتابتون پرانستل ګټور اوارزښتناک وبلل اوله دې امله يي  دکتاب مينه والو ته مبارکي وويله.

ديادونې وړ ده چي همدا اوس په بلخ ولايت کې دمولاناخسته په نامه يوستردولتي کتابتون اوڅه دپاسه پنځوس خصوصي کتابتونونه شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته