فرهنګ

د وريښمو د لارې د سيمينار لومړۍ مقدماتي غونډه جوړه شوه

کابل باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه  :
د وريښـمو د لارې د نړيوال ارزښت د سيمينار د جوړولو لومړنۍ مقدماتي غونډه  نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خبرې وکړې او ويې ويل: موږ غواړو د دغه سيمينار په جوړولو سره د وريښمو د لارې ملي او نړيوال ارزښت په ډاګه کړو.
د ده د څرګندونوله مخې: دغه سيمينار ته پوهان، سياستوال او رسنۍ رابللې شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست وويل چې د سيمينار لومړى غونډه په کابل ښارکې او نورې غونډې په ننګرهار ولايت کې جوړيږي.
په دې غونډه کې د سيمينار د جوړولو د څرنګوالي، د سيمينار د جوړولو د کميسيون د دايمي غړو د ټاکنې، د سيمينار د اړتيا وړ مالي لګښټد تدارک، د مقالو د عنوانونو او د سيمينار د جوړولو د نيټې په باب خبرې اترې وشوې.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته