خبرونهاقتصاد

په هلمند کې د ۲۳ کیلو متره سړک د بیا رغولو چارې پیل شوې

 کابل، د لړم ۳مه، باختر

په هلمند کې د بُست پوهنتون په شخصي لګښت له مرکز لښکرګاه تر ناوې ولسوالۍ  د غځېدلي سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.

د هلمند د ټولګټو چارو رئیس ملا عبدالخالق خالد باختر آژانس ته وویل، چې له مرکز لښکرګاه تر ناوې ولسوالۍ د ۲۳ کیلو متره غځېدلي سړک د ویجاړ شویو برخو د بیا رغولو چارې د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د تېرو جګړو پر مهال یو شمېر ویجاړ شوي عامه تاسیسات د اسلامي امارت لخوا بیا رغول شوي دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا