فرهنګ

د امير علي شير نوايي نړيوال سمپوزيم پرانستل شو

کابل باختر دوري درې ويشتمه :
د امير علي شير نوايي نړيوال سمپوزيم  د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په شتون نن سهار په کابل کې پرانستل شو .
د دغه سمپوزيم د پرانستلو په غونډه کې د جمهوري رياست مرستيالانو او نورو دولتي مقاماتو، د ملي شورا غړو، د هېواد او د نړۍ د ځينو هېوادونو فرهنګيانو او اديبانو ګډون کړى و .
د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
د سمپوزيم دپرانستلو په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ  وزير او د امير علي شيرنوايي د نړيوال سمپوزيم د جوړولو د کميسيون رييس عبدالباري جهاني د کميسيون د کړنو په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د نيکو نيتونو له مخې د امير علي شير نوايي د نړيوال سمپوزيم د جوړولو کميسيون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ او د نورو غړو ادارو په ګډون جوړ شو .
ده څرګنده کړه چې د دغه کميسيون کار د هرات او د مزارشريف په ښارونوکې هم دوام مومي او په هغه کې کورني او بهرني عالمان او فرهنګيان شپږ ديرش علمي  او څيړنيزې مقالې وړاندې کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير څرګنده کړه چې د همدغه سمپوزيم په اړوند شپږ ټوکه کتابونه برابر او چاپ شوي دي چې د دغه سمپوزيم د برخه والو په واک کې ورکول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته