امنیت

پنځه اتيا تنه تروريست طالبان ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٥
د هيواد په ځينو سيموکې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٨٥ تنه تروريستان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د لغمان ولايت د دولت شاه، دکاپيسا ولايت د اله ساى، دميدان وردګو ولايت د سيد آباد، د هرات ولايت د رباط سنګي، د فراه ولايت د بالابلوک، د لوګر ولايت د خروار، د بغلان ولايت د بورکې او د هلمند ولايت د سنګين او کجکى د ولسواليو په ځينو سيموکې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٨٥ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
دغه راز په دغو عملياتوکې ٦٧ تنه ډار اچوونکي ټپيان او د دوى يو قوماندان ونيول شو او يوه اندازه وسلې او د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
د يوبل خبرله مخې:
د ملي اردو١٠ تنه سرتيري په بېلابېلو سيموکې د دندو دترسره کولو په وخت کې د دښمن د درندو وسلو د ډزو او د ماينونو د چاودنو له امله شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته