نړۍ

داوکراين بحران داروپاد اتحاديې په لاسوهنې سره پيل شو

مسکو دروسيې غږ راډيو  باختر دورې دمياشتې  ٦ :
داروپا دپارلمان يوه غړي پينو آرلاکي  دروسيې دايتار تاس له خبري آژانس  سره  په مرکه کې وويل :   چې داوکراين بحران  داروپا داتحاديي په لاسوهني سره پيل .
داروپا دپارلمان ددغه غړي په عقيده  دغې اتحاديې  داوکراين دګوښه کړاى شوي  جمهوررييس يان کوويچ ددولت پرخلاف  له پاڅون سره  په ملاتړسره  دې ټکي ته پاملرنه ونه کړه چې اوکراين له ستونزو  ډک هېواد دى او زياتره اوسيدونکي يې   دروسيې ملاتړي دي اوپه روسي  ژبه خبري کوي.
دده دڅرګندونوله مخې اروپا بايد  له اوکراين څخه دکريميا بيلتون په رسميت وپيژني.
په سمه توګه  لکه څنګه چې په خپل وخت کې  يې له صربستان څخه دکاسووا  بيلتون  په رسميت وپيژاند.
دهغو بنديزونو په باره کې   په خبرو سره  چې   دامريکا او داروپا داتحاديې له خوا  دروسيې په اړوند لګول شوي دي پينو آرلاکي وويل  چې دغه بنديزبه برعکس نتيجه ولري اواروپائياتو ته به زيان ورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته