سیاست

حامدکرزي په حاجي مولوي غلام سرور بلوڅ تروريستي بريد وغانده .

 

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي هغه تروريستي بريد په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده چې دحاجي مولوي غلام سرور بلوڅ دوژل کېدو سبب شو .

 په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لاري باختر اژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي دنيمروز دوالي  دمعلوماتو له مخې پرون مازيګر دنيمروز ولايت يوجيد عالم مخور اومصلح شخصيت حاجي مولوي غلام سرور بلوڅ  ديو يرغلګر له خوا دنيمروز ولايت په بازار کې شهيد کړاى شو .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس په کلکه ددغه تروريستي  بريد دغندلو په ترڅ کې وويل تروريستان ددغه شان بريدونو په ترسره کولو سره غواړي دهيواد دعالمانو او مشرانواو دهغو کسانو رول چې غواړي دافغانستان په خير او فلاح  کې هڅه اوآن کوي کمزوره کړي  خو هغوى دې بايد په دې پوه شي چې په دغه شان ناوړو عملونوسره  نه شي کولي خپلو کرغړينو هدفونو ته دي ورسيږي .

  جمهور رييس دخپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږي مراتب د نيمروز ولايت خلکو او دشهيد حاجي مولوي غلام سرور بلوڅ  دکورنۍ غړو ته څرګندوي او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ده ته دفردوس جنت هيله کوي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته