فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغام

کابلباختر د چنګاښ ١۹مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه د خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مو د سلام وطندار د خبريال عاشق الله يعقوب د مړينې خبر ترلاسه کړ.
موږ د رسنيو د کارکوونکو او د قلم خاوندانو د ملاتړ کوونکو په توګه په دغه ستر غم کې ځان شريک بولو او د الله تعالی (ج) له دربار څخه ارواښاد  ته د فردوس جنت او پاتي کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوو. په دې مناسبت د ژورې خواشينۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو، خپلوانو او د هېواد د رسنيو سترې کورنۍ ته څرګندوو.
عاشق الله يعقوب د اطلاع رسونې په برخه کې زيات کلونه په سلام وطندارکې کار وکړ او د «هشت صبح» ورځپاڼې له پښتو څانګې سره یې ښه او صميمانه همکاري وکړه.
ارواښاد پرون د زړه د درېدو له امله په حق ورسېد.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته