کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د دولت څلور تنه وسله وال مخالفين په پکتيا ولايت کې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت د ويندى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه څلور تنه وسله وال مخالفين له هغه وروسته د پکتيا ولايت داحمدخيلو په ولسوالۍ کې ووژل شول چې دملي اردو ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې په پوځي عملياتو لاس پورې کړ .
په دغو عملياتو کې څلور کلاشينکوفونه او يوه اندازه جنګي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : دوسايطو ضد څلور ماينونه چې نوي دوسله والو مخالفينو له خوا دقندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړى شوي وو د ملي اردو دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړاى شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ