امنیت

په ننګرهارکې په نويو نښتوکې د شلو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل  باختردغويي دمياشتې ٩  مه :
د داعش د ډلې شل تنه عړي د نويو نښتو له امله په ننګرهار ولايت کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه په کوټ او اچين ولسواليوکې بريدونه وشول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې شل تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: دغو داعشيانو په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پرې بريدونه وشول.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د داعش د ډلې د وسلو درې ډيپوګانې په ننګرهار ولايت کې کشف شوې دي.
دغه ډيپوګانې د هسکې مينې، اچين او کوټ په ولسواليوکې د داعشيانو په پټنځايونوکې ساتل کېدې.
په ننګرهار ولايت کې يو پوځي خبرځاى وايي چې له دغو ډيپوګانوڅخه څو سپکې او درندې وسلې او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته