کابل باختر دوږي نهمه
داطلاعاتو او فرهنګ وزير نن په کابل کې د پهلوان دخانقا د دوه سوه شپږ څلويښتمي کاليزي دنمانځني په غونډه کې وويل ددرويش ميړني هر يو بې تاجه او بې تخته سلطان و .
دباختر اژانس دخبر له مخې ، په دې غونډه کې د طريقت يو شمير پيروانو ،مشايخو ، ددين عالمانو ، ادبي _ تصوفي شخصيتونو او يوشمير وکېلانو ګډون کړي و .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په دې غونډه کې د لومړي هجري پيړۍ پيل ته په اشاري سره چې په کابل کې ستر مشايخ او صوفيان څرګند شول ، کابل يې دمعنويت ښار وباله .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل له ډيرو پخوا زمانو څخه زموږ تر پيړۍ پوري کابل ښار د شريعت او طريقت په لاره کې دخدمت مرکز و . دپهلوان په خانقا او ددي په شان په لسګونو ورته خانقاو کې د درويش ميړنې چې هر يو يې بې تاجه او بي تخته سلطان و ، په ذکراو دخداى په يادونې لاس پوري کاوه هغه ميړني چې دژوندانه په معما او دژوندانه رمز يې په الهي انوارو سره موندلي و په حقيقت کې ددوي په مرسته و چې زموږ په هيواد کې معنويت ټينګ پاتي شو .
ډاکتر رهين په دغو خبرو کې په کابل کې دخانقاو د تاريخچې په باب خبري وکړي او وي ويل کابل د لومړي هجري پيړي له پيل څخه داسلامي فرهنګ دلوړوالې په لاره کې ستر رول ولوباوه . ده د پهلوان دخانقا د جوړيدو د دوه سوه شپږ څلويښتمي کاليزي له امله درنو عالمانو ، مشايخو او ادبي _ تصوفي شخصيتونو ته مبارکې وويله .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير دهيواد دتاريخي جوماتونو او خانقاو د ترميمولو لپاره ددغه وزارت پروګرامونو ته اشاره وکړه اوزياته يې کړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلوى خداى ( ج ) په مهرباني په دې بريالي شوي دي چې ددغه وزارت په امکاناتو او په نړيوالو همکاريو سره ديو شمير جوماتونو او خانقاو په ترميمولو او بيا جوړولو لاس پوري کړي .
وروسته په پارلمان کې دخلکو استازي الحاج مولوي عبدالرحمن رحماني د تصوف مکتب ډير ښه انسان جوړونکې مکتب وباله او وي ويل هر څوک چې وغواړي حقيقت ته ورسيږي بايد شريعت او طريقت غوره کړي .
وروسته دهيواد جيد عالم الحاج محمد باقر شيخ زاده وويل دلوى خداى ( ج ) په وړاندې ډير ښه شخص ، ډير با تقوا دي او همدغه خانقاوي او داسلام دمبين دين په اساساتو دمنګولو لګول کولي شي دخلکو ترمنځ يو والې پيوستون ، سوله او ترقي رامنځته کړي .
په دې غونډه کې يو شمير مشايخو او فرهنګي _ تصوفي شخصيتونو د عرفان _ تصوف په باب خبري وکړي .
په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر رهين د پهلوان دخانقا کتابتون پرانست .
دپهلوان خانقا دکابل په زاړه ښار کې په ١١٨٦ کال کې له نن ورځې څخه ټيک دوه سوه شپږ څلويښت کاله مخکې د هغې زماني ديو تن شيخ صوفي شير محمد له خوا جوړه شوه چې وروسته ددې دزوى مير محمد پهلوان په نامه ونومول شوه .
دکلونوکلونو په اوږدو کې دغه خانقا د طريقت دپيروانو دروزنې مرکز او ځاى و .
0 2 دقیقې لوستل