نړۍ

د خيبر پښتونخوا په ايالت کې د ډزو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

 

پيښور _  باختر دوري شپږ ويشتمه :

  دخيبر پښتونخوا ايالت په ديره اسماعيل خان ښار کې په يوه سياسي غونډه کې نن د ډزو له امله  دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .

 دغه غونډه دراتلونکې مياشتې دانتخاباتو لپاره ديو مستقل کانديدعبدالرحيم له خوا جوړه شوې وه  .

 په دغو ډزو کې دده دانتخاباتي مبارزو دټيم دوه تنه غړي ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .

 دوه تنه نور ټپيان دسيمې اوسيدونکي دي .

 دپاکستان دايالتي اسامبلو انتخابات به دروان کال دثور دمياشتې په يو ويشتمه نيټه ترسره شي چې دپاکستان دبيلابيلو  ګوندونو غړي به هم پکې ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته