اقتصاد

افغاني غالۍ لومړى مقام وګاته.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
افغانستان د دويم ځل لپاره د آلمان د دموتکس په نندارتون کې دغاليو  داسکار نړيواله جايزه  وګتله.
د باختر آژانس دخبرله مخې  :  د   غاليو   ستر نندارتون د   آلمان د  هانووا ښار دنندارتونونو  په مرکز کې جوړ شوى و چې په دغه نندارتون کې د نړۍ له شپيتو هيوادونو څخه دغاليو د ١٦٠٠ سترو توليدونکو او صادرونکو شرکتونو ګډون کړى وو.
د تنوير شرکت رييس  داود جبارخيل باختر آژانس ته وويل :   دځوانو ډيزاينرانو او محصلو ډيزاينرانو په   نومونو د  خپل شرکت  په  لاس او بدل شوې   د غاليو  دوه طرحې په دغه نندارتون کې نندارې  ته وړاندې کړې وې  چې په نتيجه کې   په  تنوير شرکت  کې توليد شويو دواړو دافغانۍ  غاليو په  صنعت کې داسکار جايزه وګتله.
دتنوير د شرکت رييس زياته کړه   په ٢٠١١ م  کال کې هم په دغه شرکت کې   توليد شوې  يوه غالۍ  د آلمان دهانووا په ښارکې د نړۍ په کچه لومړى  مقام ګټلى و.
دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دځونو دعامل هيت رييس محمدقربان حقجو وويل تيرکال افغانستان  د څلورو شپيتو مليونو ډالرو په ارزښت ٦٥٤ زره  متره مربع غالۍ او  فرشونه   صادرکړې و   چې د ٢٠١٢ م کال په   پرته په   سلو کې ٢٣ زياتوالى  ښي.
دا په   داسې حال کې ده  چې څه  موده  مخکې د هيواد  په شمال کې د غاليو صادرونکو   اتحاديې ويلي  وو چې د غاليو صادرات په سلو کې پنځوس کم شوى دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته