سیاست

افغانستان او فنلند د اوږد مهالو همکاریو موافقه لیک لاسلیک کړ

کابل باختر دثور نهمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي اود فنلند صدراعظم یرکي کتاینن په سیمه ایز وخت نن غرمه په هلسنکي کې د افغانستان او فنلند ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو موافقه لیک لاس لیک کړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله  د فنلند هیواد د جمهوري ریاست په ماڼی کې پرځای شول، د فنلند جمهوررئیس سولي وینمو نینیستو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرډاکتر زلمي رسول او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا هم پکې برخه اخیستې وه.
د اوږدمهالو همکاریو دموافقه لیک له لاس لیک او د دواړو هیوادونو د پلاوو ترمنځ له کتنې وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي او د فنلند جمهوررئیس سولي وینمونینیستو په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ او د لاس لیک شوي سند په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکړل.
د فنلند جمهوررئیس په دغه خبري کنفرانس کې د دغه موافقه لیک لاس لیک د افغانستان د ودې او د ډاډمنو اړیکو د پراختیا په لاره کې یو مهم ګام وباله، وې ویل چې  فنلند له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د لسو کلونو لپاره هر کال دیرش میلیونه یورو د افغانستان له انکشافي پروګرامونو سره مرسته کوي.
ده، همدا راز وویل چې فنلند به د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ښوونکي د روزنې او له لومړنی دورې څخه تر ثانوي دورې پورې د تعلیمي نصاب په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.
ښاغلي سولي وینمونینیستو ډاډ څرګند کړ چې هیواد یې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سمبالولوپه برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي.
ده، وویل: د فنلند پانګوال علاقه لري چې په افغانستان کې په بیلابیلو برخو له  دۍ جملې څخه د ټکنالوژی په برخه کې پانګونه وکړي.
ښاغلي سولي وینمو نینیستو زیاته کړه چې  دفنلند او افغانستان ترمنځ دغه موافقه لیک د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي چې د فنلند له مرستو او همکاریو څخه په استفادې سره ښه راتلونکی ولري.
ده، همدا راز وویل چې د فنلند خلک او پارلمان د افغانستان ملاتړ کوي او نه غواړي چې په افغانستان کې د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې او پرمختګونه په شاوتمبول شي.
د فنلند جمهوررئیس د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د دغه تړون په لاس لیک او له افغانستان سره د ناټو دغړو هيوادونو تفاهم به له 2014 کال وروسته له افغانستان سره زموږ په ژمنو کې زیاتوالی راولي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د دغه موافقه لیک لاس لیک د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په لاره کې یوه مهمه پرمختیا وبلله، وې ویل چې د دغه سند په لاس لیک سره د افغانستان او فنلند ترمنځ په دوستانه اړیکو کې یو نوی باب پرانیستل شو.
د افغانستان جمهوررئیس په دغه هيوادکې د فنلند د پانګوالو لخوا په بیلابیلو برخوکې د پانګې اچونې او د دغه هیواد د حکومت لخوا دافغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سمبالولوهرکلی وکړ او له ښاغلي سولي وینمونینیستو څخه یې وغوښتل چې په فنلند کې د افغان ځوانانو د لوړو زده کړو لپاره زمینه برابره کړي .
حامدکرزي همدا راز له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر ته د اشارې په ترڅ کې وویل: هڅه کوو چې د خپلو نړیوالو دوستانو په همکاری د افغانستان امنیتي ځواکونه سمبا ل او لا ځواکمن شي ترڅو له یوې خوا د لیږد بهیر پر خپل وخت په ۲۰۱۳ کال کې ترسره  شي او له بله پلوه افغان امنیتي ځواکونه  وکولای شي چې خپلې امنیتي دندې په ښه ډول ترسره او دهیواد د دفاع چارې په بشپړه توګه په خپل لاس کې واخلي.
ددغه موافقه لیک له مخې دواړه هیوادونه په سیاسي،امنیتي، اقتصادي، پرمختیایي، دحکومتوالی، د قانون د واکمنی، په سیمه ایزو او د کډوالی په برخوکې خپلو اوږد مهالو همکاریو ته دوام ورکوي.
د دغه سند پر بنسټ، د فنلند حکومت د افغانستان په مشری او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړکوي او په دې برخه کې د سولې د عالي شورا هڅې ستایي.
همدا راز په دغه سند کې د دواړو هیوادونو له خوا د تروریزم پرخلاف پر مبارزې باندې کلک هوډ څرګند شوی دی.
په دې موافقه لیک کې د افغان امنیتي ځواکونو پر مسلکي والي او پیاوړتیا باندې هم هوکړه شوې ده.
په دې سند کې د یوه باثباته او خوندي افغانستان لپاره د همکاریو یو مساعد چوکاټ اړین بلل شوی او په دې باندې ټینګار شوی دۍ چې نړیواله او سیمه ایزه همکاري کولای شي په بیلابیلو نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو، بهیرونو او غونډوکې د افغانستان رول غښتلی کړي.
د دې سند له مخې، د افغان حکومت د پرمختیايي لومړیتوبونو د ملاتړ لپاره د کابل کنفرانس د ژمنو اود توکیو له اعلامیې سره سم، د فنلنډ حکومت د خپلې مرستې۵۰ سلنه د افغانستان د ملي بودجې له لارې لګوي.
افغانستان تراوسه پوری د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا، ایټالیا، آلمان، فرانسې، ناروې، هند او د فنلند له هیوادونو سره د اوږدمهالو همکاریو موافقه لیکونه لاس لیک کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته