فرهنګ

دغزني ابدات ترميمېږي .

کابل باختر دتلي  شپاړلسمه :
په غزني ولايت کې دديارلسو تاريخي ابداتو  دترميمولو او مرمت کولو کار نن پيل شو .
دغزني ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رييس بشير محمدي باختراژانس ته وويل چې ددغو ابداتو  دترميمولو او مرمت کولو کار چې دسلطان عبدالرزاق موزيم  ،  دسلطان مسعود ماڼۍ ، دبهرام شاه  څلى ،  دسلطان محمود مقبره او نورې تاريخي  سيمې  شاملې دي  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له پرمختيايي بودجې څخه  داوو مليونو افغانيو په لګښت  په غزني ښار کې پيل شو .
له دې سره جوخت د ځينو هغو ساحو دکيندنې کار چې په هغو کې لرغونې او تاريخي اثار پيژندل شوي دي هم پيل شول .
دغزني والي وحيد الله کريمزي  ددغو پروژو دکار دپيل په وخت کې وويل چې ددغو پروژو  تطبيق ددغه ولايت  دتاريخي ارزښتونو دساتنې لپاره ارزښتناک وباله . او زياته يې کړه چې دغزني فرهنګي او تاريخي سيمې  دافغانستان دخلکو دتاريخي او اسلامي هويت څرګندوى دي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته