کابل باختردتلې دمياشتې ٧نيټه :
یوه اتلس کلنه نجلۍ تېره شپه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د نا پیژاندو وسله والوکسانو له خوا ووژل شوه .
د پروان د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدیر محمد کاظم قاضي باختر آژانس ته وویل چې ناپیژاندو وسله والو کسانوپه بګرام کې د استوګنې په یوه کورکې په ننوتوسره يې په دغه کورکې یوه ځوانه نجلۍ په ډزو سره ووژله .
ده وویل: د وسله والو کسانو د پیژندنې او نیولو لپاره د پولیسو پلټنې دوام لري.
ختم/ ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ