فرهنګ

دايلبند مجله لس کلنه شوه .

کابل باختر د کب اوومه :
دايلبند مجلې لسمه کاليزه  نن داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو په تالار کې دمشاعرې دغونډې  په جوړولو سره  ونمانځل شوه .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، دايلبند مجلي  مسوول مدير عبدالمتين حقمل وويل  چې دغه مجله دکوچيانو دفرهنګ ، د ودونو او عنعناتودودې او پراختيا په لاره کې فعاليت کوي  او دخپلو خپرونو په بهير کې يې  زيات لوړې  ژورې  ليدلي دي  او دکوچيانو ژوند او دهغوى فرهنګ يې  منعکس کړى دى .
  دغه راز په دې  غونډه کې يوشمير شاعرانو خپل شعرونه ولوستل  په دې ترڅ کې  څو تنو برخه والو  په دې مجله کې  خپاره شوي مطالب او مضمونونه  تاييد کړل  اوددغې خپرونې  دمطالبو  دلازياتې بډاينې  په لاره کې يې  خپل وړاندېزونه  طرحه کړل .
دايلبند مجلې  لومړى ګڼه  د ١٣٨٦ کال  دلړم په مياشت کې چاپ شوه او تراوسه پورې  خپلو خپرونو ته دوام ورکوي .
  ختم_ ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته