نړۍ

کاناډا له افغانستان سره دزياتو مالي مرستو ژمنه کړې ده

اوتاوا دتورنتوستار ورځپاڼه  باختر دچنګاښ د مياشتې ٢١ :
د کاناډادتورنتوستار ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې له افغانستان سره ددغه هېواد  دمالي او پوځي مرستو ددوام په باب يوه  مقاله خپره کړې ده  چې په هغې کې ويل شوي دي چې کاناډا  په داسې حال کې  له افغانستان سره  دزياتې مالي مرستې ژمنه وکړه چې نورو متحدو هېوادونو ويلي دي  چې په  افغانستان کې   دزياتيدونکي تاوتريخوالي پرخلاف دمبارزې لپاره خپل يو  شمير پوځيان په دغه هېواد کې ساتي.                                                                  تورنتوستار ليکي  چې دکاناډا ليبرال حکومت په پام کې لري چې   دافغانستان  له امنيتي ځواکونو سره دمرستې او  د مرستندويو  پروژو د تمويلولو لپاره  په  کال کې څه دپاسه  ١٥٠ مليونه ډالره بيل کړي   له  دې سره  جوخت دکاناډا  هغه ژمنه  چې ددغه هېواد محافظه کار حکومت په  ٢٠١٢ ميلادي کال کې  کړې وه  ، نوې کيږي .
دکاناډا د نوې   ژمنې له مخې دغه هېواد  تر  ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې  خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
تورنتو ستار  ليکي  چې دکاناډا  دمالي مرستې دوام  له افغانستان سره ددغه هېواد مشارکت  کابو دوو لسيزو ته رسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته