امنیت

په کونړ ولايت کې ديو توغندي ديوې سرګلولې دچاودنې له امله پرون دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.

اسعدآباد باختردزمري دمياشتې  ٢٧ :
په کونړ ولايت کې  ديو توغندي  ديوې سرګلولې دچاودنې  له امله پرون دوه تنه ووژل شول  او اووه تنه  نور ټپيان شول.
دغه پيښه  دماڼوګى ولسوالۍ دقرمناګي په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه  چې ماشومانو غوښتل دغه سرګلوله  له سيند څخه  راوباسي .
دکونړولايت دپوليسو قوماندان جنرال سيدخيل  دباخترآژانس خبريال ته وويل : د چې دتوغندى دغه سرګلوله  سيلاب دډيورند له کرښې  څخه دماڼوګى ولسو الۍ ته راوړې وه .
دجنرال سيدخيل  په وينا په دې پيښه کې يو ديارلس کلن ځوان اويو ديرش کلن سړى شهيدان  او دڅلورو ماشومانوپه ګډون   اووه تنه نور ټپيان شول.
دسيمې اوسيدونکي وايي  چې توغندى  دپاکستاني پوځيانو له خوا په کونړ  توغول شوى و خو بې له دې چې وچوي دسيلاو په اوبو کې لاهو شوى و .
په همدې حال کې  دکونړ دروغتيايي مرکز ډاکتران ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت دانديښنې وړ بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته