بازارک باختر د تلې ديارلسمه :
يوتن پرون ددولسو کيلوګرامو هيرويينو دقاچاقو په تور په پنجشير ولايت کې ونيول شو .
دغه قاچاق وړونکى چې نشه يي توکو يې په يوه کرولا موټر کې ځاى پرځاى کړى و ، پرون دپنجشير ولايت دمرکز بازارک په مربوطاتو کې دپوليسو دپلټنې په وخت کې کشف او ترلاسه شول .
دپنجشير ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې مدير سمونيار ګلستان عاصم وويل : چې نيول شوى سړى په توقيف کې دى او قضيه څيړل کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ