امنیت

په ننګرهار کې په زياته اندازه چاودېدونکي توکي او مهمات ترلاسه شول

جلال آباد د وري ٦ مه باختر
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې د دغه ولايت له چپرهار او شينوارو ولسواليو څخه په زياته ندازه چاودېدونکي توکي او مهمات ترلاسه شوي دي.
د معلوماتو له مخې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو له يو پټنځي څخه ۱۶۰۰ د پيکا، ۷۴۰ د کلاشنکوف، او ١١ د راکټ مرمۍ ترلاسه شوې دي.
په ورته وخت کې د ملي امنيت منسوبينو له لوري د شينوارو په ګولايي سيمه کې د وسله والو له يو پټنځي څخه ۳ ايکم مخابرې، يو بم، دوې بکسې د پيکا مرمۍ، ۱۲۷۰ د کلاشينکوف مرمۍ، يو مقناطيسي ماين، ۷ د هاوان سرګلولې، د ماينونو ۷ پټاقۍ، ۳ ريموټ کنتروله، ۵ ماينونه، شل کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي او نور بېلابېل ډوله مواد ترلاسه شوي دي.
د دغه مهماتو په تور څوک نه دي نیول شوي.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته