خبرونهامنیت

د ملي امنيت ځواکونو يو سړی د تښتوونکو له منګولو وژغوره

جلال آباد/ د سلواغې ۱۰مه / باختر
د ملي امنيت ځواکونو نن په ننګرهار کې د حاجي مزار په نوم يو سړی په نيم ساعت کې د تښتوونکو له منګولو آزاد کړ. د ننګرهار والي په خپل تويتر کې ليکلي دي چې د ننګرها بهسودو ولسوالۍ لسمې ويالې په سيمه کې نن له غرمې وروسته دوه بجې د حاجي مزار په نوم يو سړی تښتوونکو تښتولی و چې د ملي امنيت ځواکونو په خپلو عملياتو کې دی د هډې اخندزاده سيمه کې د تښتوونکو له منګولو وژغوره. ‏همدارنګه د تښتوونکو کرولا ډوله موټر او دوه کړۍ لاسي بمونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي. تښتوونکي تښتېدلي دي ؛ خو د نيولو لپاره يې هڅې پيل شوي دي. ‏حاجي مزار د ملي امنيت رئيس په حضور کې خپلې کورنۍ ته روغ رمټ وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته