
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د هلمند د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د پاکو اوبو رسولو یوه پروژه ګټي اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست چارواکو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې ناوې ولسوالۍ کې د IRC موسسې په همکارۍ ۱۶ غیر فعالې د پاکو اوبو څاه ګانې بیا ترمیم او ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادوني وړ ده چې له دې مخکې هم په هلمند کې ورته څاه ګانې ترمیم او ګټي اخیستنې ته سپارل شوې وې.
ص