
کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د هلمند امنیتي مسوولین وایي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه په لومړۍ او پنځمه حوزه کې ۳ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
د هلمند د امنیه قومندانۍ مسوولین باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې یې ۳ تنه د غلا په تور نیولي دي.
د مسوولینو په وینا د یادو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
ص