دهرات ښار باختردمرغومي دمياشتې ٧نيټه :
درې تنه په هرات ولايت کې په پرچون ډول د نشه يي توکو د پلورلو په تور د دغه ولايت د پوليسو له خوا ونيول شول.
دغه نيول شوي کسان د روزګان او باميانو د ولايتونو او د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي دي چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د کشفي او امنيتي منسوبينو په درېيو جلاجلا عملياتوکې د نهمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه ونيول شول.
د هرات ولايت د پوليسو يوه مقام دباختر آژانس خبريال ته وويل چې له دغو نيول شويو کسانو څخه ١٠٣ پوړۍ شيشه يي ډوله هيروئين ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ