خبرونهټولنه

په هلمند کې ۵۵ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

کابل، د تلې ۲۲ مه، باختر
د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه ۵۵ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه روږدي کسان د ۴ میاشتنۍ درملنې وروسته له یاد زندان څخه خوشې شوي، چې د بند پر مهال یې منظمه درملنه کېدله، هغوی ژمنه وکړه چې نور به نشه یي توکي استعمال نه کړي او نه به هم د قانون خلاف کړنې ترسره کړي.
د یادوني وړ ده چي د اسلامي امارت په راتګ سره په نشه یي توکو روږدي زرګونه کسان تر درملني او عامه پوهاوي وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا