کابل باختر دزمري څوارلسمه
دناټو يو پوځي هليکوپتر دافغانستان په ختيځ کې بيړنۍ ناسته کړې ده . دغه الوتکه چې ويل کيږي په امريکايي ځواکونو پورې اړه لري پرون د نامعلومو دليلونو له امله له ستونزې سره مخامخه او بيړنۍ يناسته يې کړې ده .
ناټو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي دغې هليکوپتر دفني مشکلاتو له امله دافغانستان په ختيځ کې بيړنۍ ناسته کړې ده .
په دې خبرپاڼه کې دپيښې دقيق ځاى نه دى مشخص شوى او ويل کيږي چې په هليکپوتر کې ټول سپاره پوځيان روغ رمټ دي .
ناټو وايي چې په دې پيښه کې دياغيانو له خوا کوم بريد نه دى شوى .
خبرپاڼه زياتوي دغه هليکپوتر دفني ستونزې دروښانولو لپاره چې د بيړني ناستې سبب شول څيړنې پيل شوي دي