خبرونهامنیت

په هلمند کې ۵ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور ونیول شول

 کابل، د تلي ۲ مه، باختر

د هلمند امنیتې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د یو انسان تښتوونکي په ګډون ۵ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول باختر آژانس خبریال ته وویل چې د یاد ولایت مرکز(لښکرګاه) سربېره واشېر، نوزاد، او کجکي ولسوالیو څخه یو انسان تښتوونکي په ګډون ۵ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د نیول شویو کسانو دوسیې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

ع

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا