امنیت

اتلس تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل باختر  د چنګاښ  ٢ :
امنيتي مسوولينو نن په فراه ولايت کې د نبرد_٧ په نامه دعملياتو دپاى ته رسيدو  خبرورکړ او ويې ويل چې ددغو عملياتو په بهيرکې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي اردو ويندوى ډګروال عبدالروف رحماني باخترآژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په بهيرکې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اوولس تنه نور ټپيان شول.
رحماني وويل چې دغه عمليات څلور ورځې مخکې دفراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوي و او ددغو عملياتو په بهيرکې زياتره کلي  دطالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
رحماني تائيدکړه چې په دغوعملياتوکې دملي اردو يوپوځي شهيداودپوليسوددوو تنو مامورينو په ګډون پنځه تنه نور پوځيان ټپيان شوي دي.
رحماني زياته کړه چې  ددغو عملياتو په بهيرکې دغه راز څلور تنه نورطالبان نيول شوي او يوه اندازه جنګي وسايل هم په عملياتوکې دشاملو ځواکونولاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته