سیاست

دمحمد اشرف غني فرمان

کابل باختر دلړم ٢٨ . دحضرت محمد مصطفي ( ص) دنيکمرغه ميلاد په مناسبت دمحجوزينو او بنديانو دمجازاتو دتخفيف اوبخښنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني فرمان دافغانستان داساسي قانون دڅلور شپيتمې مادې ( ١٨ ) جز له درج شوي حکم سره سم دحضرت محمد مصطفي ( ص) دنيکمرغه ميلاد په مناسبت دملکي او نظامي په ګډون د محکومينو دحجز او بند دمجازاتو تخفيف اوبخښنه چې دمحکمو په قطعي او وروستي حکم ، محکوم شوي دي . په لاندې ډول منظوره ده . دمحجوزينو دمجازاتو تخفيف اوبخښنه : لومړى ماده . ١)) دهغو محجوزينو دمجازاتو پاتې موده چې دحجز تر څلورو کلونو پورې په مجازاتو محکوم شوي دي ، دتيرې شوې مودې په پام کې نيولو سره دې ، وبخښل شي او له حجز څخه ازاد شي . ٢)) دهغو محجوزينو دمجازاتو پاتې موده چې دحجز له څلورو کلونو څخه زيات په مجازاتو محکوم شوي دي ، په هغه صورت کې چې دخپلو مجازاتو نيمايي موده يې په حجز کې تيره کړې وي ، وبخښل شي او له حجز څخه دې ازاد شي . ٣)) ددې مادې د ( ١- ٢) فقرو درج شوي محجوزين چې ددې فرمان دبخښنې له درج شويوښيګڼو څخه نه مستفيد کېږي ، دهغوى دحجز نيمايي موده دې تخفيف شي . د شيدې خور ماشوم لرونکي ښځينه بنديانو او دزيات عمر لرونکو کسانو دمجازاتو بخښنه . دويمه ماده : ١)) هغه ښځينه بنديانې چې شيدې خور ماشوم لري او دپنځو کلونو بند په موده محکومې شوې وي دهغوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه ازادې شي . ٢)) هغه ښځينه بنديانې چې لږ ترلږه د ٤٩ کلنى عمر يا له دې څخه پورته بشپړ کړې وي او هغه نارينه بنديان چې د ٥٩ کلنى عمر ياله دې څخه پورته بشپړ کړي وي او تر پنځو کلونوپورې دبند په موده محکوم شوي وي دهغوي مجازاتو پاتې موده يې وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي . په نه علاج وړ ناروغيو داخته بنديانو بخښنه دريمه ماده ١)) په نه علاج وړ ناروغيو هغه اخته بنديان چې دلاندې شرطونو لرونکي وي له بند څخه دې ازاد شي . ١_ دهغوى معالجه ممکنه نه وي . ٢_ دهغوى ناروغى خپل وروستى تګلورى وهلي وي . ٣_ دهغوى دروغتيا ښه والي او اعاده متصوره نه وي . ٢)) په نه علاج وړ ناروغيو داخته بنديانو دتثبيت په منظور په مرکز کې طبي هيئت په لاندې ترکيب سره رامنځته کېږي . ١_ دعامې روغتيا وزارت دمعالجوي طب لوى رييس درييس په توګه . ٢_ دملي دفاع وزارت دروغتيايي چارو له رياست څخه متخصص ډاکتر دغړي په توګه ٣_ دکورنيو چارو وزارت دروغتيايي چارو له رياست څخه متخصص ډاکتر دغړي په توګه . ٤_ دملي امنيت دلوى رياست دروغتيايي چارو له رياست څخه متخصص ډاکتر دغړي په توګه . ٥_ دازادى دسلب په محلاتو دڅارنې دڅارنوالۍ درياست استازي دکتونکي په توګه . ٣)) په نه علاج وړ ناروغيو داخته بنديانو دتثبيت په منظور په ولايتونوکې طبي هيئت ددې مادې د ( ٢) فقرې په درج شويو مراجعو پورې له اړوندو واحدونو څخه تشکيلېږي . دولايت دملي امنيت په اداره کې دمتخصص ډاکتر دنه شتون په صورت کې دولايت روغتيايي رياست يوبل ډاکتر توظيف کوي . ٤)) دجيل اداره مکلفه ده ددې مادې د ( ١) فقرې درج شوي ناروغان طبي هيئت ته وروپيژني او دناروغى دتصديق په صورت کې دې ، دهغوى سندونه روغتيايي عالي کميسيون ته وړاندې کړي . ٥)) هغه محکومين چې د ولايتونو دطبي هيئت دتصميم پربنسټ ، نه علاج وړ تشخصېږي . دغه محکومين دهغوى له سوابقو څخه يو ځاى مرکزي جيل ته ليږدول کېږي او په مرکز کې دروغتيايي عالي کميسيون دتصميم له نيولو وروسته دراتلونکو اجرااتو لپاره دفرمان دتطبيق کميسيون ته محول کېږي . دبنديانو دمجازاتوبخښنه او تخفيف څلورمه ماده ١)) هغه نارينه بنديان چې تر دوو کلونو پورې په بند او هغه ښځينه بنديانې چې تر دريو کلونو پورې په بند محکومې شوې دي .، دتيرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دې ، دهغوى د مجازاتو پاتې موده وبخښل شي او له بند څخه دې ازادې شي . ٢)) هغه نارينه بنديان چې له دوو کلونو څخه زيات تر شپږو کلونو پورې په بند او هغه ښځينه بنديانې چې له دريو کلونو څخه زيات ترشپږوکلونو پورې په بند محکومې شوي دي ، په هغه صورت کې چې دخپل بند څلورمه برخه موده په جيل کې تيره کړي وي ، دهغوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه دې ازادې شي . ٣)) هغه بنديان چې له شپږو کلونو څخه زيات ترلسو کلونوپورې په بندمحکوم شوي دي ، په هغه صورت کې چې دخپل بند دريمه برخه مجازات يې په جيل کې تيرکړي وي ، دهغوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي . ٤)) هغه بنديان چې ددې مادې د( ١_ ٢_ ٣) فقرو په درج شويوکته ګوريو کې نه شاملېږي دهغوى دبند دمجازاتو په موده کې دې په لاندې ډول تخفيف راشي . ١_ ددې فرمان ددغې مادې د ( ١) فقرې او پنځمې مادې د ( ١) فقرې ددرج شويو محکومينو کې په مجازاتو کې دهغوى دبند دمودې له څلورو برخو څخه درې برخې . ٢_ ددې مادې د ( ٢) فقرې ددرج شويو محکومينو په مجازاتو کې دهغوى دبند نيمايي . ٣_ ددې مادې د ( ٣) فقرې ددرج شويو محکومينو په مجازاتو کې دوه کاله ٤_ له لسو کلونو څخه زيات تر شپاړلسو کلونو پورې په بند دمحکومينو په مجازاتو کې يو نيم کال . ٥_ له شپاړلسو کلونو څخه زيات تر ديرشو کلونو پورې په بند دمحکومينو په مجازاتو کې ، يوکال . دنظامي منسوبينو دبند دمجازاتو بخښنه او تخفيف پنځه ماده ١)) دملي اردو ، ملي پوليسو ،هغه افسران ، بريدملان ، (ساتنمنان ) او سرتيري ، دملي امنيت دلوى رياست او د نظامي تشکيلاتو لرونکو دنورو وزارتونو او ادارو هغه منسوبين چې تر دوو کلونو پورې په بند ، محکوم شوي دي ، دتيرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دې ، دهغوى دمجازاتو پاتې برخه وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي . ٢)) دملي اردو ، ملي پوليسو هغه افسران ، بريدملان ٠ ساتنمنان ) او سرتيري ، دملي امنيت دلوى رياست اودنورو نظامي تشکيلاتو لرونکو وزارتونو او ادارومنسوبين چې په اړوندوقطعاتو کې تر يو کال پورې دتنفيذي بند په مجازاتو محکوم شوي دي ، په هغه صورت کې چې دخپل بند څلورمه برخه موده يې په قطعه کې تيره کړي وي ، دهغوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي . دزياتو جرمونو دمحکومينو تخفيف شپږمه ماده دزياتو جرمونوهغه محکومين چې ديوې پريکړې په ترڅ کې په جلا جلا حکمونو او دقانون ديوې مادې پربنسټ په مجازاتو محکوم شوي دي ، دهغوى لپاره دې دمجازاتو له سرجمع څخه تخفيف اجرا شي . دبخښنې او تخفيف دمحدوديت او ممنوعيت حالات اوومه ماده ١)) لاندې محجوزين اوبنديان ددې فرمان دبخښنې له ښيګڼو څخه مستفيد نه کېږي . ١_ له نه علاج وړ بنديانو پرته د ١٣٩٣ کال په ( ١١٣٢) ګڼه رسمي جريده کې خپور شوى دجزايي اجرااتو دقانون د ( ٣٥٠ ) مادې د ( ٢) فقرې ددرج شويو جرمونو بنديان . ٢_ دشوکمارى ( قطاع الطريقي ) جرمونو محکومين . ٣_ دجزا دقانون د ٤٥٥، ، ٤٥٦، ٤٥٧مادو او دجزا دکوډ د ٧٠٢، ٧٠٣ ، ٧٠٤مادو ددرج شوي وسله والې غلا دجرمونو محکومين . ٢)) لاندې محجوزين اوبنديان ددې فرمان د تخفيف له ښيګڼو څخه نه مستفيد کېږي . ١_ له پنځو کلونو څخه زيات دحجز يا دلسو کلونو څخه زيات دبند په مجازاتو هغه محکومين چې دهغوى دمجازاتو نيمايي يا له نيمايي څخه زيات د تخفيف اوبخښنې دپخوانيو فرمانونو له امله ، تخفيف شوي وي ، خو داچې دهغوى له بند يا حجز څخه له يو کال څخه کمه موده پاتې وي. ٢_ هغه محکومين چې د قصدي وژنې دجرمونو د ارتکاب ( له ماشومانو پرته ) او په اداري فساد محکوم شوي دي ، خو داچې دقتل په جرم کې دمقتول ورثه ابرا کړې وي . ابرا عبارت دى د حصر او وراثت دوثيقې پربنسټ دمحکمې له خوا له برابر شوي ابرا خط څخه د ١٣٩٧ کال له پيل څخه مخکې پريکړو کې درج شوي ابرا په دې حکم کې شامله نه ده . ٣_داعدام په جزا هغه محکومين چې دهغوى مجازات په بند تعديل شوي دي . ٤_ هغه محکومين چې په روان کال کې دهغوى دحجز اويا دمحکوم بها دبند په موده کې تخفيف راغلي وي او هغه محکومين چې دجزا دقانون د١٥٨ مادې او دجزا دکود دې ( ٧٥ ) مادې پربنسټ محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې يو ځل په همدې جرم او مجازاتو کې په روان کال کې له تخفيف څخه مستفيد شوي وي . ٥_ هغه محجوزين اوبنديان چې په حجز يا بند سربيره دمال په رد يا دخسارې په جبران اوپه نغدي جزا هم محکوم شوي دي ، په هغه صورت کې چې ترلاسه شوي مال يا دمحکوم بها وجه يې زيانمن ته ورکړي وي اوياورکړي او يا دنغدي جزا نيمايي ددولتي واحد په حساب تحويل کړي وي يا تحويل کړي ددې فرمان دلومړى مادې او دڅلورمې مادې د ٤ فقرې ددرج شوي تخفيف له ښيګڼو څخه مستفيد کېږي . ٣)) لاندې محجوزين او بنديان ددې فرمان ددرج شوي بخښنې او تخفيف له ښيګڼو څخه نه مستفيد کېږي . ١_ دښحې پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو دقانون ددرج شويو جرمونو محکومين . ٢_ دجزا دکود ( ٦٣٦- ٦٣٧-٦٣٩-٦٤٠-٦٤١-٦٦٨-٦٦٩-٦٧٠او ٦٧١ مادو کې ددرج شويو جرمونو محکومين . ٣_ دجزايي اجرااتو دقانون د ( ١) ګڼه ضميمې او د ١٣٩٦کال د ١٢٨٦ ګڼه رسمي جريده کې خپاره شوي تعديلونو ددرج شويو جرمونو محکومين . ٤_د ١٣٨٧ کال د ( ٩٤٤) ګڼه رسمي جريده کې خپور شوى دعسکري جزا دقانون د ( ١٥- ١٦- ١٧- ١٨-١٩-٢٤-٣٤-٣٥-او ٣٨ مادو او د ١٣٦٥ کال په ( ٦٠٤) ګڼه رسمي جريده کې خپور شوي دعسکري جرمونو دقانون د ( ١٥-١٧-١٨-١٩-٢٠-٣٧- ٣٨ او ٤١) مادو ددرج شويو جرمونو محکومين . ٥_ په ماشومانو دجنسي تيري دجرمونو محکومين ٦_ دتښتونې او يرغمل نيونې دجرمونو محکومين . ٤)) هغه محکومين چې په روان کال کې د ازادي دسلب په محلاتو کې په اړو دوړ ، ګډوډى ، جګړې ، وژنې ، ورانکارى ، تيښتې او اعتصاب چې په دغو محلاتو کې دنظم دګډوډيدو سبب کېږي يا نشه يي توکي پيرودلي يا پلورلې دي د ١٣٨٦ کال د ( ٩٢٣) ګڼه رسمي جريده کې خپور شوى دجيلونو او توقيف خونو دقانون د ( ٥٢) مادې دحکمونو په پام کې نيولو سره ددې فرمان دبخښنې او تخفيف له ښيګڼو څخه نه مستفيد کېږي . دنغدي جزا بخښنه اتمه ماده هغه محکومين چې ددې فرمان دبخښنې او تخفيف له ښيګڼو څخه مستفيد کېږي يا دبند دمودې په بشپړولو سره په ١٣٩٧ کال کې ازاد شوي دي يا ددې فرمان دحکمونو پربنسټ ازادېږي او په حجز يا بند سربيره په نغدي جزا هم محکوم شوي وي ، دهغوى دنغدي جزا نيمايي دې وبخښل شي ، بهرني محکومين له دې کار څخه مستثنى دي . د حکم قطعيت نهمه ماده دحکم قطعيت د قضايه قوې دتشکيل او صلاحيت دقانون دڅلورمې مادې د ١٠ جز پربنسټ دمحکمې دحکم دصادريدو له نيټې څخه اعتبار لري . دحق العبدي دعوااقامه لسمه ماده ددې فرمان دحکمونو تطبيق داشخاصو حق العبدي دعوا د اقامې خنډ نه ګرځي . دښځينه محجوزينو اوبنديانو تسليمي . يوولسمه ماده ١)) دماشومانو د اصلاح او روزنې دمرکزونو او دجيلونو ادارې مکلفې دي ، محجوزين ( نارينه او ښځينه ) او هغه ښځينه بنديانې چې ددې فرمان له حکمونو سره سم له حجز يا بند څخه ازادېږي . له احوالو سره سم دهغوى والدينو يا قانوني ممثل يا شرعي محارمو ته وسپاري . ٢)) دکار او ټولنيزو چارو وزارت مکلف دى هغو محجوزينو ته چې والدين ، قانوني ممثل يا شرعي محارم ونه لري ، په مرکز او ولايتونوکې داستوګنې مناسب ځاى تدارک کړي . ٣)) دښځو دچارو وزارت مکلف دى هغو ښځينه بنديانو ته چې ددې فرمان له حکمونوسره سم له بند څخه ازادېږي ، دهغوى په رضايت دهغوى دشرعي محرم تر پيداکيدو پورې په مرکز او ولايتونوکې داستوګنې مناسب ځاى تدارک کړي . تطيقوونکي مرجع دولسمه ماده ١)) ددې فرمان دحکمونو د تعميل په منظور په مرکز او ولايتونوکې په لاندې ترتيب کميسيونونه تشکيل شي . ١_ په مرکز کې دحکمونو پرتنفيذ او دبند دبديل دڅارنې دڅارنوالي رييس او په ولايتونوکې د استيناف څارنوالي رييس ،درييس په توګه . ٢_ دملي امنيت دلوى رياست استازى دغړي په توګه ٣_ په مرکز کې دمرکزي جيل ( پلچرخي ) رييس او په ولايتونوکې دبنديانو په برخه کې دجيل آمر دغړي په توګه ٤_ دمحجوزينو په برخه کې دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکز آمر ، دغړي په توګه ٥_ دملي اردو دبنديانو په برخه کې دملي دفاع وزارت استازى دغړي په توګه ٦_ دښځينه محجوزينو او بنديانو په برخه کې دښځو دچارو وزارت استازى دغړي په توګه ٧ _ په اړونده برخه کې دنشه يي توکو او مسکراتو دجرمونو داختصاصي څارنوالي استازى دغړي په توګه ٨ _ په مرکز او ولايتونوکې دشتون په صورت کې دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون استازى دغړي په توګه ٢)) هغه محکومين چې په تيرو کلونو کې ، دافغانستان داسلامي جمهوريت درياست دمقام د تخفيف اوبخښنې له فرمانونو څخه ، ددغو فرمانونو له ښيګڼو څخه داستفادې مستحق دي ، خو دهغوى لپاره اجرا شوي نه دي ، د حکمونوپرتنفيذ او دبند دبديل دڅارنې دڅارنوالى رياست دتيرو کلونو تخفيف او بخښنه د هماغو فرمانونو له حکمونو سره سم دنورو محکومينو په شان محاسبه او اجرا کړي . دتخفيف اوبخښنې په شرطونو دبرابرو محکومينو دلست برابرول ديارلسمه ماده ١)) ددې فرمان دتطبيق کمسيونونه موظف دي دتخفيف اوبخښنې په شرطونو دبرابرو محکومينو لست چې دهغوى دمحکوميت موده تر پنځو کلونو پورې وي په مرکز او ولايتونوکې برابر او دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى څارنوال دمنظورى لپاره دڅارنوالي ادارې ته وړاندې کړي . چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى څارنوال له منظوري وروسته دتطبيق وړ دى . ٢)) ددې فرمان دتطبيق کميسيونونه موظف دي دتخفيف اوبخښنې په شرطونو دبرابرو محکومينو لست چې دهغوى دمحکوميت موده له پنځو کلونو څخه زياته تر ديرشو کلونو پورې وي په مرکز او ولايتونوکې برابر او لوى څارنوالي ته ولېږي . او لويه څارنوالى مکلفه ده رسيدلي لستونه تدقيق او توحيد کړي او په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دمنظوري لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت درياست مقام ته وړاندې کړي . انفاذ څوارلسمه ماده دغه فرمان د ١٣٩٧ کال دلړم دمياشتې له ٢٩ نيټې څخه نافذېږي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته