فرهنګ

د قرآن عظيم الشان تزيني نسخه پرانستل شوه

کابل – باختر دزمري دمياشتې ٣
د قرآن عظيم الشان تزيني نسخه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اهتمام او د بيهقي رياست په هلوځلو سره چاپ شوې ده؛ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين له وينا وروسته نن په ديني چاروکې د جمهور رييس د ستر سلاکار پروفيسر نعمت الله شهراني له خوا پرانستل شوه .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغو مراسموکې چې په همدې مناسب په ديني چاروکې د جمهور رييس د سترسلاکار پروفيسر نعمت الله شهراني، د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمدعلم ايزديار، په ساختماني چاروکې د جمهور رييس د سترسلاکار انجنير محمد يوسف پښتون، يو شمېر درنو عالمانو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينانو او رييسانو په ګډون پرځاى شوي و؛ ډاکتر رهين د خبرو په ترڅ کې وويل چې دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې د قرآن عظيم الشان تزيني نسخه د دغه وزارت له خوا چاپيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير څرګنده کړه چې د قرآن عظيم الشان دغه نسخه د بيهقي د خپرونو رياست له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په آزادۍ مطبوعوکې د پياوړي خطاط بختياري په خط او د ده د هنري ډلې په ملګرتيا چې د دغې نسخې د ميناتورى، حاشيه ليکنې او د طلا کارى په کارکې يې لاس پورې کړى دى؛ چاپ شوې ده.
ډاکتر رهين د قرآن عظيم الشان او د قرآني تفاسيرو د ليکنې د سابقې او دغه راز د قرآن عظيم الشان د ښکلا او د تفسير دکتابونو په خدمت کې د هنري کارونو د لرغونتيا په باب معلومات وړاندې کړل او ويې وويل: قرآن مجيدهغه کتاب دى چې په هغه کې کوم شک نشته او د پارسايانو د لارښوونې سبب دى.
ده زياته کړه چې زموږ د هيواد هنرمندانو له لرغونې زمانې څخه تراوسه پورې د اسلام د مقدس دين په خدمت کې او له دې جملې څخه د انځورګرى د هنر او د نورو هنري برخو په تذهيب او کارولوکې بېلابېل هنرمندان استخدام کړي دي او د هغوى له هنرونو څخه يې د قرآن عظيم الشان او د هغه د تفاسيرو د ليکنې په خدمت کې ګټه اخستې ده.
ډاکتر رهين د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د قرآن عظيم الشان د دغې ښکلې نسخې د چاپولو په باره کې وويل: په دغې زينتي نسخې کار درې کاله دوام وکړ او دريو جلاجلاکميټو يعنې د ليکنې، اعراب ليکنې او د ښکلا کميټو ورباندې کار کړى دى .
ډاکتر رهين په پاى کې زياته کړه: لوى خداى (ج) موږ ته توفيق راکړ چې د روان کال د روژې د مبارکې مياشتې په پاى کې دغه نسخه خپلو خداى پالو هيوادوالوته وړاندې کړو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل: زموږ هنرمندانو د اسلامي تمدن په يو زرو څلور سوه کلونوکې د امکان ترپولې پورې د اسلام د مبين دين د خدمت په لاره کې کار وکړ.
دغه راز په دغو مراسموکې په ديني چاروکې دجمهوري رياست ستر سلاکار پروفيسر نعمت الله شهراني هم د قرآن عظيم الشان د فضيلتونو ، برکاتو او عظمت په باب خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت او له هغې کاري ډلې څخه يې مننه او قدرداني وکړه چې د قرآن عظيم الشان د دغې نسخې په ليکنه ، برابرولو او چاپولوکې يې هلې ځلې کړې دي.
دغه راز علي ميثم بختياري د هغو همکارانو په استازيتوب چې د قرآن عظيم الشان د دغې نسخې په تنظيم ، ډيزاين او ليکنه کې يې  هلې ځلې کړې دي؛ خبرې وکړې او د کلام الله مجيد د ليکنې، ډيزاين، تنظيم او چاپ د پړاونو د څرنګوالي په باب يې معلومات ورکړل.
د دغو مراسمو په پاى کې پوهاند شهراني او ډاکتر رهين د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستاين ليکونه په هغو همکارانو چې د قرآن عظيم الشان د دغې نسخې له لومړى پړاو څخه تر چاپولو پورې يې هلې ځلې کړې وې؛ وويشل او دغه راز د قرآن عظيم الشان دغه نسخې د مراسمو په برخه والو وويشل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته