خبرونهامنیت

په هلمند کې ۹ تنه د غلا په تور ونیول شول

کابل، د لړم ۲۱مه، باختر

د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په یو شمېر نورو ولسوالیو کې ۹ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر مسوول د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون ګرشک، ګرمسېر، کجکي او باباجي ولسوالیو کې ۹ تنه د غلا په تور نیول شوي دی.

د یو بل خبر له مخې تېره اوونۍ د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو په پېښو کې ۶ تنه ټپیان شوي دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا