امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د وري د میاشتې ۷ مه
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي،درې تنه ټپیان شوي او یو تن نیول شوی دی.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغه وسله وال طالبان د خوست په نادر شاه کوټ، د پکتیکا په وازیخوا او برملې او د غزني په اندړو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له لوري د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ افغان ځواکونو د کاپیسا، خوست، لوګر، پکتیا او د ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې پنځلس ماینونه، چاودیدونکي توکي او یوه اندازه وسلې کشف او له منځه یې وړي دي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته